د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د یاد روغتون د بنسټ ډبره د دغه ولایت د مرستیال والي، عامې روغتیا رئیس، یو شمېر مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو په شتون کې کېښودل شوه.
دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت له بودجې څخه د شاوخوا ۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ټاکل شوې د جوړولو چارې یې د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه روغتون به په عصري سیسټمونو او اړینو تجهیزاتو سمبال شي.
د یادونې وړ ده، چې د ياد روغتون په جوړېدو سره به د ګرشک ولسوالۍ او اړوندو سیمو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه پراخه او د ناروغانو د درملنې په برخه کې به شته ستونزې تر ډېره راکمې شي.
