د نورستان ولایت د عامې روغتیا نوی رییس معرفي او رسما يې په کار پیل وکړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۳:۳
MOPH

نوي ټاکل شوي د عامې روغتیا رئيس مفتي ( سعیدالله نعماني) د معرفت په غونډه کې د نورستان ولسونو ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده به په ښه ډول تر سره کوي.

د غونډې یو شمیر د ولایتي ادارو ریسانو او ګډونوالو د نورستان ولایت د عامې روغتیا پخواني رئيس مولوي ( نقیب الله نوري ) کړنې وستایلې او نوي د عامې روغتیا رئيس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ يې د نیمګړو کارونو د بشپړیدو اولا ښه خدمت غوښتنه وکړه.

دا چې نورستان یو صعب العبور ولایت دی، د دې ولایت د اوسیدونکو همیشنې او اساسي غوښتنه د صحت سکتور پیاوړی کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

په نیمروز ولایت کې د یوې روغتیايي ځالې (FHH) د جوړېدو چارې پیل شوې

یاده ځاله د عامې روغتیا وزارت له لوري د (UNFPA) په مالي همکارۍ د ۱.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د نیمروز ولایت چهار برجک ولسوالۍ اړوند، قلعه فتح سیمه کې جوړیږي، چې په ۲۴ ساعته توګه به. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د کنړ په ولایتي روغتون کې د تیر یو کال په موده کې ۲۰۰ عملیاتونه تر سره شوي

د کونړ عامې روغتیا ریاست په همکارۍ اسعد اباد ولایتي روغتون کې د تیر یو کال موده کې د سترګو د پردو (کترک)  (٢٠٠) عملیاتونه ترسره شوي.

همدارنګه د یاد روغتون سترګو څانګه کې د (٦١٨٨) تنو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۳۳
Background image

په مرکز کابل کې د یو شمیر خصوصي روغتونونو څخه تخنیکي څارنه تر سره شوه

عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي په مشرۍ په مرکز کابل کې د الخدمت، فیصل، اریا سیټي، نعمان سادات، النبي، الخیر او کلثوم خصوصي روغتونونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

د. . .

BACK TO NEWS