د پروان د عامې روغتیا ریاست ته دوه امبولانسونه ورکړل شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د پروان د عامې روغتیا ریاست ته دوه عرادې مجهز امبولانسونه ورکړل شو
یاد امبولانسونه د پروان ولایتي روغتون ته وسپارل شو، چې بېړنیو روغتیايي پېښو ته په رسېدنه کې به ترې کار واخیستل شي.