د کرونا وايرس (کووید-19) په اړه معلوماتي آنلاین اپليکيشن فعاليت پيل کړ
د کرونا وايرس (کووید-19) په اړه معلوماتي آنلاین اپليکيشن فعاليت پيل کړ
عامې روغتيا وزارت نن د کرونا وايرس په اړه رامنځته شوي اپليکيشن پرانسته وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په همکارۍ رامنځته شوی.
نوموړی اپليکيشن د لاندې آدرس له لارې په آنلاین ډول د لاس رسي وړ دی:
www.corona.asan.gov.af
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز په دې لړ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت همکاري وستايله او ويې ويل:« دا اپليکيشن مونږ سره د کرونا وايرس په اړه د شميرو او معلوماتو په راټولولو او شريکولو، روغتيايي او وقايوي لارښونو په وړاندې کولو، د کرونا وايرس لپاره د ځان ازميښت او هغه سيمو په پيژندنه کې مرسته کوي چې د کرونا وايرس ګردش پکې زيات وي.»
ډاکټر فيروز نوموړي اپليکيشن کې د کرونا وايرس لپاره د ځان ازميښت ځانګړنې په اړه تاکيد وکړ چې هغه وګړي چې پر ځان د کرونا ناروغۍ شک لري دغه پوښتن پاڼه دې وکاروي ترڅو د ناروغۍ د شتون او نشتون په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
ډاکټر فيروز په کابل کې د کرونا وايرس خپريدو د مخنيوي او مبتلا کسانو پيژندنې په اړه وويل چې عامې روغتيا وزارت د کابل په مهمو نکتو کې ۲۲ د سمپل اخستنې مرکزونه رامنځته کړي او همدارنګه د کرونا ناروغانو د تجريد لپاره ېې د ۳۰۰ بسترو په ظرفيت د دارالامان قصر او د پولی تخنيک او کابل پوهنتون ليليې اماده کړې دي.
دا ځايونه د هغه ناروغانو لپاره په پام کې نيول شوي چې روغتيايي حالت يې ډير خراب نه وي.
بلخوا د عامې روغتيا وزير په هيواد دننه د محفاظتي کيټونو، N-95 ماسکونو او مکروب ضد ايتانولو د توليد يوې فابريکې د رامنځته کيدو په اړه خبر ورکړ او ویې ويل چې په نړۍ کې د محافظتي کيټونو د نرخونو لوړيدو له امله مونږ پريکړه وکړه ترڅو په هېواد دننه د پورته درې مواردو توليد ته زمينه برابره کړو.
همدارنګه د عامې روغتيا وزير په هېواد کې د کرونا وايرس خپريدو په اړه خواشيني څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ که خلک دا وايرس جدي ونه ګڼي نو خدای مکړه په هيواد کې به يو لوی انساني ناورين رامنځته شي.
په عين وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد فهيم هاشمي په عامه پوهاوي کې د دې اپليکيشن رول ډير مهم وباله.
نوموړي زياته کړه چې د دې اپليکيشن پر مټ خلک کولای شي له خپلو کورونو څخه د کرونا وايرس په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په هيواد کې د کرونا ۴۰ مثبتې پيښې ثبت شوې دي چې په دې سره ټولې پېښې ۴۸۴ ته ورسېدې. له دې شمېر څخه تراوسه ۳۲ تنه روغ شوي او ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.