د کندهار، هلمند او هرات ولایتونو په تخصصي روغتونونو کې د متخصصینو د روزنیز پروګرام پیاوړتیا په موخه نظارت ترسره شو
د ولایتي تخصصي روغتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو په لړ کې چې موخه یې په تخصصي برنامو کې ستونزو ته رسېدنه، په روغتونونو کې د یادې برنامې د ځانګړي کریکولم پلي کول او د تخصصي برنامو بډایه کول دي، دا ځل د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي ریاست عملیاتي ټیم د کندهار، هلمند او هرات ولایتي روغتونونو څخه لیدنې ترسره کړې.
یاد پلاوي په دغو روغتونونو کې د بېلابېلو تخصصي څانګو څخه لیدنې ترسره کړې، چې موخه یې د اکمال تخصص برنامې معیاري کول او په دې برنامه کې شته ستونزو ته رسېدنه ده؛ ترڅو د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو او ټولنې ته د روزل شویو متخصصینو په وړاندې کولو سره هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.