د کورونا ویروس درېیمه څپه د هېواد په ټولو ولایتونو کې خپره شوې ده
یکشنبه، غبرګولی ۳۰/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په یوه خبري کنفرانس کې د هېواد د وضعیت په اړه معلومات ورکړل او وویل: چې کورونا ویروس لاهم صعودي حالت کې دی او د هېواد په ټولو ولایتونو کې خپور شوئ دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ټینګار وکړ چې د ویروس د خپرېدو له امله په روغتیایي مرکزونو کې د مړینې او د بسترونو د اشغال کچه ډېره شوې ده.
ډاکترمجروح، د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د اقداماتو یادونه وکړه او وویل چې د کووېډ -۱۹ ناروغانو د پاملرنې لپاره د بسترونو شمېر په ټولو ولایتونو کې زیاتوالی موندلی او موږ د هېواد په کچه د بسترونو شمېر د زیاتوالي لپاره لا هڅه کوؤ.
هغه همدارنګه یادونه وکړه چې ټول روغتیايي مرکزونه په طبي اسانتیاوؤ او اړتیاوؤ سمبال شوي دي او تر دې دمه هېڅ روغتیایي مرکزد اسانتیاوؤ او تجهیزاتو له کمښت سره نه دی مخ شوئ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د اکسیجن کموالي ستونزې د حل لپاره د عامې روغتیا وزارت هڅو ته په اشارې سره زیاته کړه: چې د کابل د کووېډ -۱۹ په ټولو روغتونونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وې فعاله شوې دي او د دې روغتونونو د اکسیجن اړتیاوې په همدې روغتونونو کې د ننه تامین کېږي همدارنګه په لغمان، کنړ، لوګر، دایکندي او غزني ولایتونو کې د اکسیجن د تولید دستګاه وې فعاله شوې دي او ټاکل شوې ده چې په لسو نورو ولایتونو کې هم د اکسیجن نوې پېردول شوې دستګاه وې نصب او فعاله شي.
ډاکتر مجروح د خپلو خبرو په دوام وویل: په بلخ ولایت کې دوه خیرو سوداګرو له ازبکستان هېواد سره تړون لاسلیک کړی چې د بلخ د عامې روغتیا ریاست هره ورځ د اکسیجن په تامین کولو کې مرسته کوي او دغه راز هغه هوکړه لیک چې د ایران هېواد سره شوئ دی چې له مخې یې هره اونۍ ۴۰ ټنه مایع اکسیجن ګاز هرات ولایت لېږي.
سربېره پردې، د عامې روغتیا سرپرست د کورونا واکسین د پلي کېدو په تړاو یادونه وکړه او وویل چې د واکسین د تطبیق پروسه په ټولو ولایتونو کې په جدي توګه روانه ده او ټاکل شوې ده چې ۴۵۰ زره دوزه د استرازنیکا واکسین د جولای میاشتې پورې هېواد ته را ورسېږي.
.
له بلې خوا، ډاکترمجروح، په را روان لوی اختر کې د خلکو پر بې پامۍ باندې اندېښنه څرګنده کړه، یادونه یې وکړه که چېرې خلک د کوچني اختر په څېر روغتیایي سپارښتنې عملي نه کړي نو دغه ویروس به لا خپور شي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دې ویروس په کنټرول او کمولو کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او د هېواد له ټولو وګړو یې وغوښتل چې د دغه ویروس د کنټرول لپاره د روغتیایي سپارښتنو په عملي کولو سره د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.