د کووېډ-19 روغتونونو د لېږد بهیر ولایتي روغتونونو ته پیلېږي
د عامې روغتیا وزارت، روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین ډاکټر وحید مجروح د بامیان، میدان وردګ، دایکندي، پروان، پنجشیر، کاپیسا او غزني ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره ولایتي روغتونونو تعمیر ته د کوویډ- 19روغتونونو د لیږد په اړه ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې کنفرانس کې، مرکزي زون ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د ولایتي روغتونونو تعمیرونو ته، د کووېډ- 19 روغتونونو لېږد پروسې په اړه خپل راپورونه د روغتیا خدمتونو وړاندې کونکي معین ته وړاندې کړل، چې له ارزونې وروسته دا بهیر په پروان، کاپیسا او بامیان ولایتونو کې پلي کېږي او په پاتې ولایتونو کې د شته ستونزو له امله دا چاره ناشونې ده.
د کووېډ- 19 روغتونونو لېږد اوسني تعمیر څخه ولایتي روغتونونو تعمیر ته د لېږد پروسه د روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني تر لارښوونې لاندې پلي کېږي، چې هدف یې د سرچینو او لګښتونو ضایع کول دي، چې د روغتیا وزارت په دې تعمیرونو مصرف کړي.