په تېر ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د عامې روغتیا وزارت په عاجل ابن سینا روغتون کې نږدې ۹۲۴۰ وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي
په یادو جراحي عملیاتونو کې ۴۷۸۷ ستر او ۴۴۵۵ کوچني جراحي عملیاتونه شامل وو، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په کامیابه توګه او وړیا ډول ترسره شوي.
په دغه روغتون کې همداراز ۲۱۷۹۴۸ ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او ۱۱۵۱۷ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.