په خصوصي سکتور کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړول و ارزول شو
دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل په مشرۍ، چې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) او (MSH) – (AFIAT) او د روغتیا وزارت استازو په شتون کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه کولو په پار چې د خصوصي سکتور لخوا وړاندې کېږي ترسره شوه.
په دې ناسته کې لومړی، په خصوصي سکتور کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړولو لپاره چمتو شوې برنامې د (AFIAT) دفتر استازي لخوا په یوه پریزنټشن کې تشریح شوې او له ګډونوالو څخه یې وغوښتل چې د دې برنامو بډای کولو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي.
د روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل په دې ناسته کې وویل: "د روغتیا وزارت ژمن دی چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو، تخنیکي همکارۍ، د عامې روغتیا وزارت د لایحې سره سم د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو او قانوني کېدلو لپاره به د خصوصي سکتور سره همکارۍ وکړي چې دې برخو کې هڅې دوام لري.
له بلې خوا، ګډونوالو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو برنامو په اړه چې د خصوصي سکتور لخوا وړاندې کېږي، د کیفیت ښه کولو په پار خپل نظریات او وړانديزونه وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په خصوصي سکتورکې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو پروګرامونه د عامې روغتیا وازرت تر څارنې او (AFIAT) دفتر لخوا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي.