په غزني ولایت کې د خصوصي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د ځانګړي ټیم له لوري په تېره یوه اونۍ کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه د سویل ختیځ زون اړوند، د غزني ولایت له ۹ خصوصي روغتونونو څخه لیدنه ترسره او د یادو روغتونونو مسؤلینو ته یې د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د غوره روغتیايي خدمتونو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.