‌د عامې روغتیا وزیر د روغتیا د برخې له یو شمیر نړیوالو مسؤلینو سره انلاین لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۳:۵۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له حوزوي مشرې اغلې حنان البلخي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ښاغلي ایډوین سینیزا سلواډور او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو مسؤل ډاکټر حامد جعفري سره پر لیکه ( انلاین ) لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د پراختیا، افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، په بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د متخصصینو روزولو، لرې پرتو او سپینو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو، ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د پولیو واکسین ښه تطبیق او ورته نورو اړینو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد روغتیايي سیستم د پایښت لرونکې ودې لپاره د لنډ مهالو او بېړنیو مرستو سربېره د اوږد مهاله مرستو او پراختیايي برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو او دا یې د روغتیايي سیستم د ودې لپاره اړین ګامونه یاد کړل.

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې، اغلې حنان البلخي د افغانستان روغتیايي سکتور سره د نړیوالو مرستو د جلب سربېره په دې برخه کې پر پایښت لرونکو کړنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره مهمه ده، څو په دې برخه کې لا زیات کار وشي، چې نوموړې په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS