ټول خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۴:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي معین د کابل د طبي علومو پوهنتون د فارغانو په محفل کې د اخلاص او ژمنتیا په اړه وینا وکړه

د کابل طبي علومو پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د محصلانو په فراغت غونډه کې د نویو فارغ شویو ډاکترانو د اخلاص او ژمنتیا په اړه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي معین، الحاج ډاکتر محمد حسن. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۳:۵۳
Background image

خوست  کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو او د مالګې د تولید له فابریکو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت، چې د عامې روغتیا ریاست د خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیم له لوري تر سره شو، پایله کې یې د خوست په مرکز متون ښار کې د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه یو اندازه له نېټې تېر خوراکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۸:۱۸
Background image

د اماراتو د سرې میاشتې ټولنې له لوري د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته د درملو مرسته

د متحده عربي اماراتو هېواد سرې میاشتې ټولنې په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د ټپي شویو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د ۹۳۸ کارتنه درملو مرسته وکړه

دا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۴:۲۱
Background image

د پوهاند غضنفر انسټېټیوټ د نصاب ارزونې او معیاري کېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره خبرې وکړې

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ له مسؤلینو سره د تعلیمي نصاب کیفیت لوړولو اړوند ناسته تر سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۱:۱۹
Background image

په غور او بدخشان ولایتونو کې د خوراکي توکو، روغتیايي محصولاتو او درملو له یو شمېر عمده پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یاد ولایتونو د روغتیايي مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې ۳۵۰ قلمه خوراکي توکي او ۲۰۰۰ قلمه له نېټې تېر درمل او روغتیايي محصولات په بدخشان ولایت کې راټول او د له منځه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۷
Background image

د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت پیل شوې لړۍ دوام لري

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

پکتیا کې د خوراکي توکو له یو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې په پایله کې یې ۳۶ قلمه له نېټې تېر خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

د سره صلیب نړیوالۍ مؤسسې (ICRC) له لوري د پکتیا سیمه ییز روغتون  سره د یو شمېر طبي او غیر طبي تجهیزاتو مرسته شوه

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر معراج ګل عادل وویل: ( دا مرسته د عامې روغتیا ریاست د غوښتنې او د سیمه روغتون د اړتیا پر اساس د سره صلیب نړیوالې ټولنې له لوري شوې، چې نن ورځ یې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۹:۵۷
Background image

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې یو د غاښونو کلینیک او درې لابراتوارونه د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله وتړل شول.

Pagination