ټول خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي او مل تخنیکي ټیم بامیان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره لیدنه وکړه
په یاده لیدنه کې مولوي نجیب الله فاروقي د باميان ولایت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر جواد حکیمي سره د عدلي طب په اړه هر اړخیز بحث او خبرې تر سره کړې، چې د باميان د عامې روغتیا رئيس په دغه. . .
د بهرنیو او داخلي ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده
دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي؛ ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي. . .
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تشخیص او درملنې پروتوکولونو د بشپړولو په موخه د جوړ شوي څلور ورځني ورکشاپ پرانیسته وکړه
یاد ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست اړوند د کیفیت ښه والي او خونديتوب امریت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د کابل ولایت او حوزوي روغتونونو متخصصو. . .
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند د کلمان فرعي روغتیایي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د لغمان عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو د علینګار ولسوالۍ اړوند د کلمان فرعي روغتیایي مرکز لپاره یو جریب ځمکه د موجودو قومي مشرانو په اتفاق، د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او د علینګار. . .
د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا سلاوډر سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې، د شري واکسین ملي کمپاین او پولیو واکسین غوره تطبیق، د سرطان روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو. . .
کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شوه
د کونړ ولايت عامې روغتیا ریاست له لوري د څه د پاسه یو میلیون افغانیو په ارزښت (۷۸۱۵ )کیلو ګرامه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي توکي او غیري الکولي مشروبات راټول او له منځه یوړل. . .
د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست (ایډز او هیپټایټس) د کنټرول ملي پروګرام مسؤلینو له لوري ۳۰ نفره روزونکو ته پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست اړوند د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست او (جنسي لارې انتقالېدونکو ناروغیو، ایډز او هیپټایټس) د کنټرول ملي پروګرام مسؤلینو له لوري. . .
ښاغلی قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه معرفي شو
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس، ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د بېلا بېلو امارتي ادارو مسؤلینو، د وزارت. . .
فراه ولایت کې د درملنه شویو روږدو کسانو لپاره د مسلکي زده کړو یو روزنیز مرکز پرانیستل شو
دغه مسلکي روزنیز مرکز د فراه ولایت په ۸۰ بستریز روغتون کې د درملنه شویو روږدو کسانو لپاره د یو لړ مراسمو پرمهال پرانیستل شو.
د فراه عامې روغتیا رئیس مولوي میرصدام د دې پروژې پلي کول. . .