ټول خبرونه
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو لوی ریاست له لوري د عامې روغتیا وزارت خالي بستونو لپاره الکترونیکي ازموینه پیل شوه
په دې ازموینه کې چې څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ګډون درلود، له ۱۰۰ څخه زیاتو خالي بستونو لپاره ترې ازموینه واخیستل شوه او دا بهیر په درې پړاوونو کې ترسره کېږي، چې دغه اقدام د ازادې سیالۍ له. . .
د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري په عاجل ابن سینا روغتون کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو د تېرو یو کلنو اجرااتو او فعالیتونو د بیاکتنې درې ورځنی ورکشاپ پیل شو
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د پلان ګذارۍ او برنامه. . .
د لغمان ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت له لوري د دې ولایت په مرکز کې د خوراکي توکو پلورنځيو او روغتيايي تأسیساتو څخه نظارت تر سره شو
د دې نظارت په ترڅ کې د خوراکي توکو له ۳ پلورنځيو، ۵ لابراتوارونو، ۵ کتنځايونو، ۱۳ قصابیو، ۹ نانوايانو او ۴ سلمانيو څخه هر اړخیز نظارت تر سره شو، چې پايله کې روغتيايي او تخنيکي ستونزې په. . .
په بلخ کې د پوزې دننه تومور لومړنی انډوسکوپیک عملیات په بریالیتوب ترسره شو
د بلخ په ابو علي سینا بلخي سیمه ییز روغتون کې په لومړي ځل د پوزې دننه تومور انډوسکوپیک جراحي عملیات (Functional Endoscopic Sinus Surgery) په بریالۍ توګه ترسره شو
دغه عمليات د ياد. . .
په فراه ولایت کې څه باندې څلور ټنه بېکیفیته تور چای له منځه یوړل شو
دغه چای چې له کینیا هېواد څخه وارد شوی و، د ګډ نظارتي ټیم، سیمهییزو مسؤلینو او د رسنیو د استازو په شتون کې په شیخ ابونصر فراهی بندر کې له منځه یوړل شو.
د فراه د عامې روغتیا رئیس،. . .
د پکتیا او بامیان اوسېدونکو لپاره د رواني او ټولنیزو خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا او بامیان ولايتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ډایوو (DAWEO) مؤسسې سره د (۱۴۵۰۴۸) یو سل پنځه څلوېښت زره او اته. . .
د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو
دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .
د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل پلاوي بادغیس ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد حنیف حمزه سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې چې د بادغیس د عامې روغتیا رئيس مولوي خان محمد همت هم شتون درلود، د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې؛ د بادغیس والي ملا محمد حنیف حمزه یاد پلاوي. . .
د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه
دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.
د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .
