د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د روغتيايي همکاريو پراختیا په اړه ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې چې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، مل پلاوي، د اتاترک روغتون رئیس او ترکي پلاوي شتون درلود، د روغتيايي همکاريو پراختيا، د اتاترک روغتون تجهيز، د روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او د ټيلي ميډيسن پروګرام له لارې د ناروغانو د تشخيص او درملنې په اړه بحث او خبرې وشوې.
د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتيايي همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ او د ياد روغتون تجهيز، د روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او ټيلي ميډيسن پروګرام له لارې یې د ناروغانو تشخيص او درملنې برخه کې د ترکیې هېواد همکاري مهمه او اړينه وبلله.
