د عامې روغتیا وزارت د مرکزي روغتونونو ۶۳ ډاکترانو او نرسانو ته د لومړنیو مرستو او BLS روزنه ورکړل شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا او ظرفیت لوړولو په موخه د مرکزي روغتونونو د ډاکترانو او نرسانو لپاره د لومړنیو مرستو او د زړه ـ سږو د احیا (BLS) برخه کې یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

په دغه روزنیز پروګرام کې د مرکزي دولتي روغتونونو ۶۳ تنو ډاکترانو او نرسانو ګډون کړی و او د لومړنیو مرستو او زړه ـ سږو د احیا (BLS) برخه کې یې اړینې زده کړې ترلاسه کړې.

یاد پروګرام چې د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست په تالار کې ترسره شو، موخه يې د روغتیايي کارکوونکو د عملي مهارتونو پیاوړتیا او ظرفیت لوړول وو؛ ترڅو ناروغانو ته لا ښه او باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۳
Background image

بادغیس ولایت کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته ۲۸ عرادې نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

دغه موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، واکسیناتورانو ته د تګ راتګ د اسانتیا، لرو پرتو سیمو ته د هغوی د لاسرسي او په دغو سیمو کې د واکسیناسیون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د بغلان له والي، مولوي عبدالله مختار سره ليدنه وکړه

په دې ليدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، د خدمتونو د کیفیت او روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا په اړه خبرې تر سره شوې.

د بغلان والي د اندراب ولسوالۍ روغتون د پاتې چارو د بیا پیل او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۱۵
Background image

د شهید موسی شفیق عالي لېسې څه باندې ۳۵۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS