د نړیوالو مؤسسو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتي سیستم برېښنايي کولو په موخه درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
دغه درې ورځنی پروګرام د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ، د نړیوالو مؤسسو د ۴۵ تنو استازو په ګډون، د ياد معینیت په عمومي تالار کې ترسره شو.
د پروګرام د پرانیستې مراسمو کې، د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، مولوي عبدالبصیر قانع ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې پروګرام په جوړولو کې د روغتیا نړیوال سازمان له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه. همدارنګه، نوموړي د خوړو او درملو معینیت له لوري د خدماتو ډیجیټلي کولو برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو، د دې بهیر د اهمیت او ګټو په اړه وينا ترسره کړه.
همدارنګه، د خوړو او درملو معینیت د ظرفیت لوړونې متخصص، نذیر محمد پویا د ياد روزنیز پروګرام موخې تشریح او ویې ویل: «د ۱۴۰۵ هجري لمريز کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۹ روزنیز پروګرامونه ترسره شوي، چې د مرکز او ولایتونو ۸۲۳ تنه کارکوونکي او اړوند مراجع ترې برخمنې شوي دي او د ۱۴۰۵ کال تر پایه به د مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره دوام ولري.»
