د کورونا ویروس د دوهمې څپې راتګ مخنیوي او دې برخه کې اقداماتو په اړه د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټینګار

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۵:۱
د کورونا ویروس د دوهمې څپې راتګ مخنیوي او دې برخه کې اقداماتو په اړه د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټینګار

د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او لارښوونه یې وکړه چې په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د کورونا ویروس د دویمې څپې راتګ/خپرېدو مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي.

په دې ناسته کې، ډاکټر عثماني د ولایتونو روغتیايي ننګونو د حل په موخه چې کومې سپارښتنې په تېره ناسته کې د ولایتونو یو شمېر روغتیایي مسؤولینو ته ورکړل شوې وې وارزولې او د دوی د چارو د ښه تطبیق څخه یې ډاډ ترلاسه کړ.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا ټولې ولایتي ادارې/ریاستونه باید په روغتونونو کې د اکسیجن سیسټم نصبولو اړتیا په اړه د شنبه تر ورځې پورې د عامې روغتیا همغږۍ ولایتي ریاست ته خپل وړاندیزونه د بریښنالیک له لارې واستوي، ترڅو د داوطلبۍ پروسه پیل شي.

سربېره پردې، د عامې روغتیا سرپرست وزیر د عامې روغتیا ولایتي ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې د کوويډ - 19 روغتونونو کې د ناروغانو شمېر له مخې کارکوونکي وګماري او د اضافي کار کوونکو له ګمارنې څخه دې ډډه وکړي.

له بلې خوا ، ډاکټر عثماني د کرونا پروړاندې د مبارزې لپاره د قرارداد د اوږدولو/ تمدید ولو په لړ کې د نړیوال بانک ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې نړیوال بانک په افغانستان کې د کورونا په وړاندې مبارزه د نورو شپږو۶ میاشتو لپاره وغځوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS