د هېواد په لسو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

Panah_moph
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۴:۷
د هېواد په لسو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

کابل، د ۱۳۹۹ کال د تلې ۷مه - د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عامې روغتیا وزارت د خپلو روغتیایي شرکاوؤ په مرسته نن د دوشنبې په ورځ د هېواد په لسو ولایتونو کې د پولیو/ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ، چې پنځه ورځې به دوام وکړي. د دې کمپاین موخه دا ده چې د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزنی ، لوګر، میدان وردګو، پروان، کندز، بغلان او نورستان ولایتونو په ۱۱۲ ولسوالیو کې د پنځه کالو کم عمره شاوخوا دوه ملیون ماشومان د پولیو ویروس پر وړاندې واکسین کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټراحمد جواد عثماني وویل: "د پولیو وحشي ویروس زموږ د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ دی. له نیکه مرغه، د دې ویروس پر وړاندې ډېر اغېزمن او خوندي واکسین شتون لري، چې زموږ د داوطلب روغتیایي کارکوونکو لخوا په وړیا توګه د هغوی د محافظت او خوندیتوب په خاطر ورکول کېږي. زه د ماشومانو د ټولو درنو کورنیو څخه غواړم چې د پولیو/ګوزڼ وحشی ویروس د کورونا ویروس په څېر جدي ونیسي او د خپل ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې د دې وژونکي او دایمي فلج کوونکي ناروغۍ پروړاندې واکسین کړي. په دې توګه، موږ کولی شو د نړۍ نورو هېوادونو په څېر، پولیو له خپلې خاورې څخه د تل لپاره له منځه یوسو."

د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې، په هېواد کې د پولیو ۴۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۳۳ يې له سویلي حوزې، ۷ پېښې يې له لویدیزې حوزې، ۳ پېښې یې سویل ختیځې حوزې، ۲ پېښې یې له ختیځې حوزې او یوه یوه پېښه له شمالي او شمال ختيځې حوزونه راپور شوي دي.

پولیو یوه دایمي فلج کوونکي او آن وژونکي ناروغۍ ده. دغه ناروغۍ درملنه نه لري او د دې ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د خوندي کولو او وقایه کولو یوازې خوندي او اغېزمنه لار واکسین دی. ټول ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې د دې ناروغۍ په وړاندې باید واکسین شي. کور په کورد پولیو ضد واکسین کمپاینونو په لاره اچول یوازنۍ لاره ده چې موږ د پولیو د له منځه وړلو کې هدف ته رسوي. ځکه په دې توګه موږ کولای شو چې هر ماشوم ته لاسرسی وموندو، دغه کړنلاره په هغو هېو ادونو کې چې پولیو یې ختمه کړې ده، تطبیق او پلي شوې ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه هېوادونه دي چې تر اوسه هم د پولیو/ګوزڼ اندیمیک په توګه پاتې دی.

د عامې روغتیا وزارت له ټولو کورنیو څخه غواړي چې هېڅ کوم ماشوم باید د واکسین څخه بې برخې پاتې نشي، ځکه د دې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې او وقایې یوازنۍ لار واکسین دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS