د کورونا ویروس ناروغانو د پاملرنې لپاره ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړ شوي دي

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۶:۴۹
د کورونا ویروس ناروغانو د پاملرنې لپاره ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړ شوي دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت، د کورونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره په اوو ولایتونو کې 118 ګرځنده روغتیایي ټیمونه جوړ کړي دي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د ګرځنده روغتیایي ټیمونو رامینځته کول د کورونا ناروغۍ ناروغانو د درملنې او او پاملرنې برخه کې یو مهم ګام وباله وویل: دغه ټیمونه په ګرځنده ډول فعالیت لري او په کورونا ویروس اخته کسان په کورونو کې تر پاملرنې لاندې نیسي، دغه ټیمونه له هغه ناروغانو څخه پاملرنه/مراقبت کوي چې د کورونا ویروس خفیف/متوسط علایم او نښې ولري.

همدارنګه د عامې روغتیا نوماند وویل: د کورونا ویروس ناروغانو د کور پاملرنې ټیمونه د دې ترڅنګ چې د کویډ -۱۹ ناروغانو پاملرنه کوي، د هېواد په روغتونونو کې د کار او فشار کمولو برخه کې ارزښتناک رول لوبوي.

ډاکټر عثماني د خپلو خبرو په دوام د ماسک اغوستلو او روغتیایي سپارښتونو پر اهمیت ټینګار وکړ، او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د کورونا ویروس کنټرول برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي او روغتیایي سپارښتنې دې په جدي ډول عملي کړي.

دغه راز د عامې روغتیا نوماند وزیر، د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره د بندیزونو/محدودیتونو لګولو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه چې افغانستان به بیاځلې سل سلنه قرنطین نشي، مګر د ګڼې ګوڼې ځایونو کې به ځینې بندیزونه وضع شي.

په ورته وخت کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په پار د عامې روغتیا وزارت د هڅو ستاینه وکړه او د کورونا ناروغانو لپاره د کور پاملرنې ټیمونو رامینځته کول یې د عامې روغتیا وزارت یو ښه نوښت وباله.

همدارنګه ښاغلي حیدري د کابل ولایت مقام لخوا د عامې روغتیا وزارت پر ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کورونا ویروس کمېټه به د کورونا ناروغانو ته د درملو په برابرولو کې د ګرځنده روغتیایي ټیمونو سره همکاري وکړي.

د کورونا ناروغانو لپاره د کور پاملرنې ټیمونه په کابل، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار، بامیان او دایکندي ولایتونو کې رامینځته شوي، چې هر ټیم یې درې غړي لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS