د عامې روغتیا وزارت او د شهید استاد برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ترمینځ تفاهم نامه لاسلیک شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۱۳:۱۶
د عامې روغتیا وزارت او د شهید استاد برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ترمینځ تفاهم نامه لاسلیک شوه

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان جوړونې معین ډاکټر بشیر نورمل، د روان کال د لیندۍ میاشتې په ٢٩ مه نېټه د رواني روغتیا، رواني/ټولنیزو مشاورو په پار د شهید استاد برهان الدین رباني پوهنتون له مسؤلینو سره تفاهم نامه لاسلیک کړه.

د دې دوه اړخیزې تفاهم نامې د لاسلیک کولو موخه، د نوي معیارونو او د هېواد غوښتنو پراساس د ارواپوهنیزو څېړنو، زده کړو، سیمینارونو او د دې پوهنتون د زده کړیالانو تربیه ده.

په دغه ناسته کې د پالیسۍ او پلان جوړونې معین چې په دې اړه جوړه شوې وه وویل: "د دغې تفاهم نامې په لاسلیک کولو سره به دواړه خواوې، وکولای شي چې یوبل سره تخنیکي مرسته وکړي تر څو علمي محصولات د هېواد د روغتیایي خدمتونو بازارونو کې په ښه/ موثر ډول وکارول شي او له دې طریقه د خلکو رواني ستونزو ته ښه لاسرسی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS