د عامې روغتیا وزارت سرپرست د تخار له والي سره وکتل

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۹ - ۲۲:۷
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د تخار له والي سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح، د تخار له والي مولوي عبدالله قرلق او په ولسي جرګه کې د دې ولایت له استازو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې، د تخار والي او په پارلمان کې د دغه ولایت استازو د دغه ولایت روغتیایي ننګونې او اړتیاوې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه د لا نورو همکاریو غوښتونکي شول.

همدارنګه دوی د اهېډ مؤسسې د کم کارۍ په تړاو چې په یاد ولایت کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مسؤلیت لري شکایت وکړ او ویې ویل چې دې مؤسسې له څو میاشتو را په دېخوا روغتیایي کار کونکو معاشونه نه دي ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دوی د ننګونو د اورېدو پرمهال د دغه ولایت د روغتیایي ننګونو د حل او لاسرسي په پار د همکارۍ ژمنه وکړه.

دغه راز ډاکټر مجروح وویل: د اهېډ مؤسسې تړون د روان کال د سلواغې میاشتې په لومړۍ نېټه په دې ولایت کې د کم کارۍ له امله لغوه شو او پرځای یې د بي ډي ان په نوم له بلې مؤسسې سره تړون لاسلیک شو. هغه زیاته کړه چې له دې مؤسسې سره تړون لاهم د ملي تدارکاتو ادارې لخوا نه دی لاسلیک شوی او ټاکل شوې چې د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم سبا د ملي تدارکاتو ادارې ته واستول شي ترڅو د تړون پروسې ګړندۍ او شته ننګونې حل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS