د محمد علي جناح روغتون د کووېډ -١٩ مرکز د سل بسترونو ظرفیت په لرلو سره پرانیستل شو

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۱۸:۱۸
د محمد علي جناح روغتون د کووېډ -١٩ مرکز د سل بسترونو ظرفیت په لرلو سره پرانیستل شو

پنجشنبه، غبرګولی ١٣/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د محمد علي جناح روغتون د کووېډ -١٩ مرکز پرانیسته او ګټې خیستنې ته وسپاره. دا مرکز د کووېډ -١٩ د درملنې لپاره د سل بسترونو په ظرفیت، د اکسیجن د تولید دستګاه او د اړتیا وړ امکاناتو په درلودو سمبال جوړ شوﺉ دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دې مرکز د رامینځته کولو هدف د کورونا ناروغانو ته لاسرسی او پاملرنه وبلله او زیاته یې کړه چې دا مرکز د اکسیجن د تولید دستګاه په درلودو سمبال جوړ شوﺉ دی او له دې وروسته به د دې روغتون اکسیجن له دغه مرکز څخه تامین شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کورونا ویروس باندې د اخته کسانو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړی چې موږ په چټکۍ سره د یو بحران خواته ته روان یو.

ډاکترمجروح، یو ځل بیا د هېواد پر ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې د وضعیت تر ښه کېدو له کوره بهر په ځانګړي توګه په ګڼې ګوڼې ځایونو ته له تګ څخه ډه ډه وکړﺉ او د روغتیایي سپارښتنې عملي کړﺉ.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د روغتون رامینځته کول او د بسترونو زیاتول د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د حل لار نه ده، د دغه ویروس د کنټرول یوازینۍ مؤثره لار د خلکو همکاري او د هېواد والو لخوا د روغتیایي سپارښتنو عملي کول دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ټولو روغتیایي کار کوونکو په ځانګړي توګه د هغو کسانو چې د کورونا روغتونونو کې خلکو ته روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په پار هڅه کوي ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د کووېډ -١٩ دویم روغتون درې ورځې وړاندې د کابل په قصبې سیمه کې پرانسیته او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۱:۵۷
Background image

په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې د درملو او خوارکي توکو څخه نظارت تر سره شو

په کاپیسا او سرپل کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو پایله کې (۶) ټنه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS