د روسیې هېواد د بېړنیو کېټونو یوه کڅوړه د نړیوال روغتیایي سازمان له لارې افغانستان ته ورسېده
سه شنبه، غبرګولی ۲۵/۱۴۰۰
په دغه کڅوړه کې بېړني کېټونه شامل دي، چې دمخه د روسیې هېواد لخوا نړیوال روغتیایي سازمان ته سپارل شوي وؤ نن افغانستان ته ورسېده.
په دغه ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد شفیق میرزازاده، په افغانستان کې د روسیې سفارت مرستیال ښاغلی الکسي پرورزیو او په افغانستان کې د نړیوال روغتیايي سازمان مسؤول ښاغلي لیو ډیپنګ ګډون درلود.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د روغتیا سکتور او د افغانستان خلکو په استازیتوب د روسیې هېواد د مرستو او د نړیوال روغتیایي سازمان له همکارۍ څخه مننه وکړه او په دې شرایطو کې یې دغه مرسته د افغانستان د خلکو لپاره یوه اساسي اړتیا وبلله.
هغه همدارنګه د دې کېټونو پرعادلانه وېش باندې ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه ژمن دی چې دغه کېټونه په شفاف او عادلانه توګه روغتیایي مرکزونو ته ووېشي چې اړتیا ورته لري.
د یادونې وړ ده چې دغه کڅوړه 39 ټنه ده او د یوملیون تنو لپاره به د دریو میاشتې په موده کې وکارول شي.