په کابل کې د کووېډ-١٩ څلورم روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
پنجشنبه، غبرګولی ٢٧/١٤٠٠
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د کورونا ناروغانو لپاره د "افغان - انډونیزیا ملګرتیا" روغتون چې د کورونا ناروغانو لپاره ځانګړی شوﺉ دی پرانیسته او ګټې اخیستنې ته وسپاره.
دا روغتون د احمدشاه بابا مېنې په ساحه کې د اکسیجن تولید دستګاه او د اړتیا وړ طبي تجهیزاتو باندې سمبال د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره چمتو شوﺉ دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دغه روغتون پرانیستل د کورونا ناروغانو د لاسرسي په پار یوه جدي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې یاد روغتون په کورونا ویروس د اخته کسانو ډېرېدو ته په پام سره رامینځته شوﺉ دی.
ډاکترمجروح، په هېواد کې د کورونا ویروس په خپرېدو اندېښنه څرګنده کړه او د هېواد له اوسېدونکو یې وغوښتل چې د روغتیایي سپارښتنو په عملي کولو د ویروس په کنټرول کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.
دغه روغتون د بېړنۍ څانګې په درلودو سره د پنځوس بسترونو ظرفیت لري.
د افغان - جاپان، محمد علي جناح او قصبې روغتونونو وروسته دا په کابل کې د کووېډ-١٩ څلورم ځانګړی شوﺉ روغتون دی.