د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له استازي سره وکتل

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۱۵:۵۹
دیدار سرپرست وزارت صحت عامه با نماینده هلال احمر کشور ترکیه

شنبه، غبرګولی ۲۹/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د ترکیې هېواد د سرې میاشتې ټولنې له استازي ښاغلي فرید ضیا سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې، حرفوي زده کړو او په زېربنأیي برخو کې د ترکیې سرې میاشتې د ګډې همکارۍ په اړه بحث اوخبرې وکړې.

ښاغلي ضیا په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې لخوا په بشردوستانه مرستو باندې ټینګار وکړ او په یادو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د افغانستان د روغتیا په برخه کې د ترکیې هېواد د همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه سربېره پر دې چې دغه هېواد د کورونا ویروس د خپرېدو له امله سختې ورځې تېرې کړي دي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره یې خورا اغېزمنې مرستې کړي دي.

ډاکتر مجروح، له ښاغلي ضیا څخه وغوښتل چې د زړه جراحي د روزنې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۱:۵۷
Background image

په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې د درملو او خوارکي توکو څخه نظارت تر سره شو

په کاپیسا او سرپل کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو پایله کې (۶) ټنه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS