د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد په دوحه کې د افغانستان د روغتیا د لومړیتوبونو او د پولیو د محوې په اړه جوړ شوي مجلس کې ګډون وکړ

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۹:۱۷
د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد په دوحه کې د افغانستان د روغتیا د لومړیتوبونو او د پولیو د محوې په اړه جوړ شوي مجلس کې ګډون وکړ

په دې مجلس کې چې د قطر د روغتیا وزارت او بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو د Bill Gates Foundation، روغتیا نړیوال سازمان او یونسیف حوزوي دفترونو استازو ګډون کړی و، د پولیو د محوې برسېره په سپینو ساحو کې د روغتونونو پر جوړولو بحث او خبرې وشوې.

د عامې روغتیا وزیر وویل، چې زموږ د روغتیا د برخې لومړیتوبونه واضح دي او زموږ د روغتیا د برخې همکاران باید خپلې مرستې په افغانستان کې رېښتیني روغتیايي اړتیاوو ته په کتو تنظیم او د موازي او د خدماتو د تضاعف  duplication څخه دې مخنیوی وکړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د پولیو د محوه کولو لپاره ژمن دی او زموږ همکاران دې هم د پایداره روغتیايي سیستم لپاره له موږ سره همکاري وکړي او هغه ژمنې چې له موږ سره کوي باید پلې یې کړي او خپل ټول فعالیتونه دې د لنډمهاله برنامو څخه پر اوږدمهاله او پراخ اغېز لرونکو برنامو متمرکز کړي؛ ترڅو ولسونو ته رېښتوني، دوامدار او با کیفیته روغتیايي خدمات و رسېږي.

ښاغلي وزیر همداراز وویل چې په افغانستان کې دې د پولیو د تشخیص لابراتوار چې د روغتیا نړیوال سازمان یې تېر کال د جوړولو ژمنه کړې وه، دا لابراتوار باید هر څه ژر جوړ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو د برخې مسئول ډاډ ورکړ چې ددې میاشتې په جریان کې به تخنیکي ټیم د پولیو د تشخیص لابراتوار د جوړولو د ابتدايي کارونو د پیل په موخه له افغانستان څخه لیدنه وکړي.

د قطر د عامې روغتیا وزارت مرستیال او د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ډاډ ورکړ چی دوۍ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره همکاریو ته ژمن دي او د روغتیایي پرسونل د روزنې د لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو د چمتوالي په برخه کی مرسته وکړي او همدارنګه به د افغانستان روغتیايي سکتور ته د تخنیکي او مالي همکاریو د جلبولو او حق غوښتنه کې هم مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۶
Background image

د بلخ عامې روغتیا ریاست د درملو او خوړو ۳۱ غیرقانوني تأسیساتو فعالیت درولي

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت په تېره یو میاشت کې د درملو او خوړو له ۴۲۰ تأسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې ۳۱ تأسیسات د غیر قانوني فعالیتونو له امله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۱۵
Background image

افغان پلاوي د میډیپول مېګا روغتون له مشرانو سره د ټېلي‌میډیسن او مسلکي همکاریو پر پیاوړتیا بحث وکړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د میډیپول. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۰:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست د بېلابېلو ولایتونو ۲۰ تنه نرسانو ته د ځانګړو مراقبتونو (ICU) په برخه کې لس ورځینی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

دغه ورکشاپ چې موخه یې د ځانګړو مراقبتونو په برخه کې د نرسانو د وړتیاوو لوړول و، په مرکز کې ترسره شو چې له جوزجان، کاپیسا، بامیان، تخار، ننګرهار، بلخ، هلمند، کندوز، غزني، بادغیس، کونړ،. . .

BACK TO NEWS