د عامې روغتیا وزارت له لوري د هلمند ولایت په درې روغتونونو کې د جن اِکسپرت ماشینونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
دغه ماشینونه د هلمند د ګرمسېر، ګرشک او موسی قلعه ولسوالیو په روغتونونو کې فعال شو، چې په مرسته به یې د توبرکلوز ناروغانو په تشخیص او د اړوند، ناروغانو په درملنه کې کار واخیستل شي.