د مالي او اداري چارو مرستیال بې سرحده ډاکترانو مؤسسې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د افغانستان لپاره د بې سرحده ډاکترانو مؤسسې له رئیس سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د بې سرحده ډاکترانو له لوري د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو، په روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو پر معیاري کولو او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې