د بغلان ولايت د سيلابونو په اړه!

rasooli_admin
moph

د بغلان ولايت د سيلابونو څخه په متضرره شوو سيمو کې زمونږ د ژغورنې او روغتيايي ټيمونه شتون لري ، له سيمې ځينې ټپيان او د شهيدانو جسدونه چې ښځينه ، ماشومان او نارينه په کې شامل دي مرکزي روغتون ته انتقال شوي ، خو دا چې سيلاب په زياته اندازه دی تلفات لا دقيق نه دي ، د ژغورنې چارې د رهبرۍ په لارښوونه او نظارت لاندې له نورو ادارو سره په ګډه جريان لري ، د يادونې وړ ده چې متضررينو ته د لا ښې رسيدنې په موخه د نږدې ولایتونو له روغتيايي ټيمونو سره همغږي تر سره شوې!

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په . . .

Back to announcements