پنجشیر ولایت کې د سترګو څلور زره ناروغانو وړیا درملنه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۳:۴۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د سترګو ګرځنده ټیمونو له لوري په پنجشیر ولایت کې د سترګو د څلور زره ناروغانو وړیا درملنه ترسره شوه.

د پنجشېر ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حجت الله محمدي ویلي، چې د سترګو دغه ناروغان د افغانستان  اسلامي امارت، د عامې روغتيا وزارت د ځانګړي روغتيايي ټيم له لوري د لس ورځو موده کې د دغه ولايت د رخه ولسوالۍ په څلوېښت بستريز روغتون کې تداوي شول.

دغه روغتیايي ټیم په یاده موده کې د سترګو د عادي ناروغیو درملنې ترڅنګ د ۵۰۰ کسانو د سترګو بریالي عملیاتونه ترسره کړي او پر ۵۰۰ هغو کسانو چې د سترګو نظریې کمزوری و، وړیا عینکې وېشلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۳:۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو  بنسټ له مسؤولینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو  بنسټ له مسؤولینو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خصوصي سکتور کې د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه له مرستیالانو او رئیسانو سره ناسته تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خصوصي سکتور کې د وړاندې کیدونکو روغتیايي خدماتو څخه د نظارت ، روغتیايي لګښتونو د کنټرول ، د غیر قانوني روغتیايي. . .

BACK TO NEWS