د مالي او اداري چارو مرستیال د نور د سترګو ملي روغتون له تخصصي څانګو لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۲۸
moph

ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت‌الرحمن شرافت کابل کې نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون د رئیس الحاج رنځورمل ډاکټر ظاهر ګل ځدران، په ملتيا د یاد روغتون له بېلابېلو تخصصي څانګو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت له لوري وړاندې کېدونکي روغتیایي خدمتونه، د خدماتو کیفیت، کاري نظم او د ادارې عمومي همغږي وارزول شوه.

ښاغلي مرستیال همداراز، په وړاندې کېدونکو خدمتونو خوښي څرګنده، د روغتون د مسؤلینو هڅې یې وستایلې او د دوامداره همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS