د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د اکمال تخصص برنامې ازموینه comprehensive

موضوع: د ټریننګ دورې فایلونه

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص برنامې (comprehensive) ازموینه، د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ اخیستل کېږي.

 یو شمېر محترمو نوماندانو تر اوسه پورې د اکمال تخصص لوي ریاست ته خپل د ټریننګ دورې فایلونه نه دي سپارلي، په داسې حال کې چې د ټریننګ دورې فایل د اکمال تخصص  comprehensive  ازموینې کې د ګډون لپاره اړین دی.

له همدې امله، د دې اعلان په خپرولو سره، د محترمو ډاکټرانو د شهرت جدول د معلوماتو لپاره شریک شوی دی، هیله ده چې دوی به د ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې تر ۲۶ مې نېټې پنجشنبې ورځ پورې خپل د ټریننګ دورې فایلونه د اکمال تخصص لوی ریاست ته وسپاري؛  ترڅو دوی له پورته ذکر شوي ازموینې څخه محروم نه شي، که نه نو وروسته مسؤلیت به د نوماندانو په خپله غاړه وي.

د اړتیا په صورت کې محترم نوماندان کولای شي د لاندې WhatsApp شمېرې سره اړیکه ونیسي.

(۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷)

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۹:۳۶
Background image

په کابل کې د روغتیایي علومو انسټیټیوټونو فارغانو د ایګزيټ ازموینې خبرتیا!

د عامې روغتيا وزارت خبر ورکوي، چې په کابل کې د روغتیایي علومو انسټیټیوټونو هغه فارغان، چې د عامې روغتیا وزارت سره یې نوملیکنه کړې او شهرت یې په مل لینک کې شتون ولري، د کارتونو وېش، . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۳:۲۴
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د اکمال تخصص ازموینې ګډونوال، که د ازموینې په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې تر چهارشنبې ورځې ( د مرغومي ۱۰ مې) نېټې پورې د لاندې لینک له لارې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت او نظامي روغتونونو طبي اکمال تخصص بستونو ورودي (انټرانس) ازموینې خبرتیا!

https://nexa.gov.af/ps/short-list

Back to announcements