په فراه ولایت کې د پولیو کمپاین همغږي کوونکو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د پولیو کمپاین ۷۲ همغږي کوونکو لپاره دا دوه ورځنی روزنیز پروګرام د کتلوي معافیت لخوا د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست په تالار کې پیل شو.
د یاد روزنیز پروګرام پرانیستې مراسمو کې د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس مولوي شیخ میر صدام او د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف نړیوالې ادارې استازو ګډون کړی و.
د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس وویل:«تاسو د پولیو کمپاین په عملي مرحله کې مهم رول لرئ، ځکه چې تاسو د تطبیق کونکو ټیمونو د رهبرۍ مسؤلیت لرئ.»
نوموړي همدارنګه د ټیمونو د فعالیتونو دوامداره څارنه، اړینو موادو او وسایلو پر وخت وېش، او د اغېزمن واکسین تطبیق کولو لپاره د اړینو روزنیزو پروګرامونو په برابرول تینګار وکړ، تر څو دغه خطرناک ویروس په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.
