د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د نورستان والي سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۴۹
moph

په دې ناسته کې د نورستان والي قاري زین العابدین د یاد ولایت د روغتیايي برخې اړوند معلومات وړاندې او هم یې د روغتیايي خدماتو ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه د حل په موخه ښاغلي وزیر سره شریک کړل.

دغه راز، د نورستان والي د دې ولایت په مرکز کې د جوړېدونکي ۳۰ بستریز روغتون د تعمیراتي چارو په اړمعلومات وړاندې کړل، چې رغنیزې چارې یې تقریبأ بشپړېدونکي دي.

د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په یاده ناسته کې د شریک شویو ستونزو د حل سربېره ډاډ څرګند کړ، چې نورستان ولایت کې به د عمومي روغتونونو (GH) چارې هم ژر پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۳:۳۴
Background image

د ابو علي سینا بلخي دوهم ملي او څلورم نړیوال نندارتون!

د عامې روغتیا وزارت په نوښت، د ابو علي سینا بلخي دوهم ملي او څلورم نړیوال نندارتون، چې په کور دننه د توليدي درملو، روغتیايي محصولاتو، ظرفیتونو او لاسته په پار جوړ شوی، پرانیستل شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو بهیر په ترڅ کې د ادې میډیکل کمپلکس څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د ادې ميډيکل کمپلکس. . .

BACK TO NEWS