د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د استقلال او رواني ناروغیو روغتونونو خدمتونه وارزول
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د تخنيکي پلاوي په ملتیا د استقلال او رواني ناروغیو درملنې تخصصي روغتونونو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د يادو روغتونونو له بېلا بېلو څانګو تر څنګ د ناروغانو درملنې، خدمتونو د کيفيت او کاري بهير ارزونه وکړه.
سربېره پر دې، ښاغلي مرستیال د خدمتونو لا ښه والي په موخه روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې تر سره او د روغتونونو له مسؤلینو او روغتيايي کارکوونکو یې وغوښتل، چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او خپل مسلکي او انساني مسؤليتونه په صداقت سره اداء کړي.
هغه ټينګار وکړ، چې د ناروغانو پر وړاندې هر ډول بې غوري او بې پروايي د منلو وړ نه ده او ټولو ته باید پر ټاکلي وخت اړین روغتيايي خدمات وړاندې شي.
