د عامې روغتیا وزارت او AYSO مؤسسې ترمنځ د غور او بادغیس لپاره د روغتیايي خدمتونو تړون لاسلیک شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۳۰
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري د غور او بادغیس ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AYSO مؤسسې سره د (۴۹۲۳۲۸) څلور سوه دوه نوي زره درې سوه اته ویشت ډالرو په ارزښت تړون لاسليک شو

دا تړون د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یو کال لپاره لاسليک شو، چې په پلي کېدو سره به یې د یادو ولایتونو (۴۴۰۰۰۰) اوسېدونکي د اساسي روغتیايي مرکزونو له لارې د تغذیې خدمتونو برخمن او (۴۹) تنو ته به په روغتیايي برخه کې د کار زمينه هم برابره شي.

بل لور، د AYSO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یو کال په ترڅ کې د ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د غونډو په تالار کې د روغتیایي سمپوزیم په اړه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۷
Background image

فراه ولایت کې واکسیناتورانو ته د (OPV/IPV & Cold Chain) In-Service تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنی  ښوونیز ورکشاپ تر سره شو

دغه ورکشاپ د واکسیناتورانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، د  کتلوي معافیت خدمتونو د کیفیت ښه والي، د OPV او IPV واکسینونو د تطبیق په اړه د ګډونوالو د لا زیاتې بلدتیا او همدارنګه د Cold Chain س. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

د کابل روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو ته د ژوند لومړنیو مرستو (BLS) روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د کابل ولایت د یو شمېر روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو. . .

BACK TO NEWS