کونړ ولایت کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو
دغه نظارت د عامې روغتیا ریاست د نظارت او ارزونې مسؤلینو له لوري د لومړۍ ناحیې په مرکز کې ترسره شو، چې پایله کې یې څلور د غاښونو کلینیکونه، دوه کتنځايونه او یو لابراتوار د روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
همدارنګه، اووه قلمه له نېټې تېر او بېکیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه د عامې روغتيا رياست مرکزي ګدام ته ولېږدول شول.
