د تخار عامې روغتیا ریاست د رستاق ولسوالۍ له خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه ترسره کړه
د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د دې ولایت د رستاق ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۲۷ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه هر اړخیز نظارت ترسره کړ
د دې نظارت پايله کې ۹ روغتیايي مرکزونه د غیرمسلکي مسئولینو د شتون او ځینو نورو نیمګړتیاوو له امله وتړل شول.
همدارنګه، د څارنې ټیم د ټولو خصوصي روغتیايي مرکزونو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د غیرمعیاري، بېکیفیته او له نېټې تېر درملو له واردولو، کارولو او تطبیق څخه په جدي توګه ډډه وکړي او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ملي معیارونه او اصول مراعت کړي.
