د عامې روغتیا وزارت د کابل روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو ته د BLS (لومړنیو مرستندویه کړنو) روزنیز پروګرام ترسره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۳۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه د کابل ولایت د یو شمېر روغتونونو ډاکټرانو او نرسانو لپاره د BLS- Basic life support (د ژوند لومړنۍ مرستندویه کړونو) په اړه یو ورځنی ښوونیز ټریننګ ترسره شو

دغه ښوونیز پروګرام د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست په تالار کې ترسره شو، چې اساسي موخه یې ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د روغتیايي کارکوونکو د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د کاري ظرفیت لوړول وو.

په دې روزنیز ټریننګ کې د استقلال، الشفاء، شیخ زاید، د خیرخانې ۱۰۲ بستریز، ستوماتولوژي، انتاني، اتاترک، افغان اندونیزیا، اندراګاندي، کابل امبولانس، احمدشاه بابا، رابعه بلخي، مرکزي پولي‌کلینیک او د ابن‌سینا عاجل روغتونونو څخه  ۴۳ ډاکټرانو او نرسانو ګډون کړی و، چې د لومړنیو مرستو او د زړه ـ ریوي (BLS) په برخه کې یې اړینې زده کړې ترلاسه کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د پکتیکا عامې روغتیا ریاست د معتادینو د بیاځلي ټولنیز ادغام لپاره ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه

د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د ۳۰ بستریز معتادینو د درملنې روغتون کارکوونکو د داخل‌ بستر ناروغانو لپاره د هغوی د بیاځلي ټولنیز ادغام په موخه یوه ښوونیزه او مشورتي غونډه ترسره کړه.

پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۱۰
Background image

دوکتور محمد حسن غیاثي د لوی اختر پر مهال په کابل کې د روغتونونو او ناروغانو د وضعیت ارزونه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او روغتیايي پراختیا مرستیال، ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي، د لوی اختر په ورځو کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رئیس، ښاغلي. . .

BACK TO NEWS