اداري همکار!

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۴
MOPH

Publish Date

Closing Date

دنده: اداري همکار
اړوند اداره: د جدي پاملرنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: غزني
د دندې ځای: د غزني حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) څانګه
د بست شمېر: ۱
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه:   ۱۴۰۵ / ۷ /۱۹
د اعلان د پای نېټه: ۱۴۰۵ /  ۷/ ۲۸

د دندې لنډیز :

د جدي پاملرنې (ICU) د څانګې اړوند ټول اداري چارې د اداري پالیسۍ، طرزالعملونو او د پروژې د مقرراتو سره سم ترسره کول، چې پکې د مکتوبونو تحریر، د ناستو تنظیم، د کارکوونکو د حاضرۍ څارنه، د اسنادو تنظیم او دوسیه بندي شامل دي، خو یاد مسؤلیتونه یوازې په همدې نه محدودېږي.

دندې او مسؤلیتونه:

  1. د جدي پاملرنې څانګې په ټولو اداري چارو کې همکاري کول، چې پکې د مکتوبونو لیکل، د دفتر تنظیم او ساتنه، د اداري اړتیاوو برابرول او د کارکوونکو د ترانسپورټ تنظیم شامل دي.
  2. د جدي پاملرنې څانګې د ټول رسمي مکتوبونه او تحریري اړیکې تعقیبول.
  3. د دفتر د وسایلو او تجهیزاتو په تدارک کې د رهبري ټیم سره همکاري کول.
  4. د جدي پاملرنې څانګې ناستې او سمینارونو تنظیمول او د ناستو د اړتیاوو په برابرولو کې همکاري کول.
  5. د دفتر د ساتنې، پاکوالي او منظم ساتلو په برخه کې همکاري کول.
  6. هغه ټول اداري چارې تعقیبول چې د مسؤل لخوا ورته سپارل کېږي.
  7. د جدي پاملرنې څانګې د ټولو اداري اسنادو دوسیه بندي او تنظیم.
  8. د اړتیا له مخې د څانګې د فعالیتونو راپورونه چمتو کول (اوونیز، میاشتني، ربع وار او کلني).
  9. د ټولو طبي او غیر طبي وسایلو د تسلیمۍ، ثبت او توزیع مسؤلیت.
  10. د جدي پاملرنې څانګې مسؤل د لارښوونو پر بنسټ د تنظیفي موادو او نور اداري توکي د غوښتنلیکونو ترتیب، او د اخیستل شوو توکو د تنظیم، ساتنې، ذخیرې او موجودي د لست د دقیق ساتلو ډاډ ترلاسه کول.
  11. د جدي پاملرنې څانګې د موجودي لست (Inventory List) تازه کول.
  12. د اړتیا په صورت کې له مرکزي دفتر سره په اداري او تدارکاتي چارو کې همکاري او همغږي کول.
  13. د محرمیت اصل رعایتول او د اسنادو خوندیتوب تضمینول.
  14. د مستقیم آمر لخوا سپارل شوې نورې اړوندې دندې ترسره کول.
  15. اداري همکار د جدي پاملرنې څانګې مسؤل ته راپور ورکوي.

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:

  1. د افغانستان تابعیت ولري.
  2. لېسانس سند له لږ تر لږه دوه کاله اړونده کاري تجربې سره، او یا د فوق بکلوریا/۱۴ پاس فراغت سند له لږ تر لږه څلور کلنې اړوندې کاري تجربې سره.
  1. د کمپیوټر او معلوماتي ټکنالوژۍ بنسټیز مهارتونه (مایکروسافټ ورډ، ایکسل، پاورپواینټ، انټرنېټ او ایمیل) ولري.
  2. د افهام او تفهیم ښه مهارت ولري.
  3. لوړ اخلاقي چلند او مسلکي شخصیت ولري.
  4. په دری، پښتو او انګلیسي ژبو کې د لیک، لوست او وینا عالي مهارت ولري.

د ثبت نام طریقه:

درنو کاندیدانو کولای شي خپل (CV) په لاندې برېښنالیک پته ولېږي، او یا هم د خپل (CV) هارډ کاپي د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د اعلانونو او کاري موندنې عمومي مدیریت ته وسپاري.

mophgdsa@gmail.com