تېره اسد میاشت په کابل ښار کې د خوراکي توکو له ۴۴۴ تاسیساتو څخه نظارت شوی

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۴:۵۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال د اسد میاشتې په ترڅ کې، د خوراکي توکو د خوندیتوب تأمین او بازار ته د نېټې تېرو او غیرمعیاري محصولاتو د وړاندې کولو مخنیوي په موخه د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د خوراکي توکو له ۴۴۴ تاسیساتو څخه نظارت ترسره کړی، چې پر مهال یې شاوخوا ۹۴۳ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول شوي او د خوراکي توکو د کیفیت تثبیت په موخه ۱۰ مشکوکې نمونې لابراتوار ته استول شوې دي.

همدارنګه، د څښاک اوبو خوندیتوب ارزونې په موخه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له یو شمېر خصوصي او ګرځنده اوبو رسوونکو شرکتونو او د اوبو له سرچینو څخه د اوبو نمونې اخیستل شوې او د لابراتواري څېړنو لپاره لابراتوارونو ته استول شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۹
Background image

د «روغتونونو مدیریت» تر سرليک لاندې  ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

 د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ، کندز او هرات ولایتونو ۲۱ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره «د روغتونونو مديريت» تر سر ليک لاندې جوړ شوی ۱۵ ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۱
Background image

په کابل ښار کې د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده‌ پلورنځيو او د درملو له ۳۰ تولیدي کارخونو څخه نظارتونه ترسره شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د سوداګریزو او تولیدي فعالیتونو د تنظیم او د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت تأمین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۵۶
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ څلورویشتمه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ولسوالیو په کچه د نویو جوړېدونکو عمومي. . .

BACK TO NEWS