جمهوررئیس غني له ملالۍ زېږنتون روغتون څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۷:۵۷
جمهوررئیس غني له ملالۍ زېږنتون روغتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام ملالۍ زېږنتون روغتون ته ولاړ او د یاد روغتون عمومي وضعیت یې وارزولو.

د یادې لیدنې پر مهال جمهوررئیس ته د ملالۍ زېږنتون روغتون عمومې رئیسې هما اکسیر، یوې قابلې او د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د روغتون د عمومي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

دوی د روغتون د ښه والي او ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو، په خالي بستونو کې د کارکوونکو د استخدام، د ظرفیت لوړولو په خاطر د بودجې د تخصیص، هغو ډاکټرانو ته چې له هیواده بهر د تخصص او فوق تخصص ترلاسه کولو په موخه غوښتنه کوي د زیاتې رخصتۍ په اړه د قانون د تعدیل او پر درملو او طبي وسایلو د روغتون د تجهیز په هکله خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د یاد روغتون د مسوولینو، ډاکټرانو، نرسانو او پرسونل د کړنو او خدمتونو ستاینه و کړه او دوی ته یې د ناروغانو د پالنې او رسېدګۍ په موخه لارښوونه وکړه وې ویل، په ټولو روغتونو کې باید لازم اصلاحات راشي.

جمهوررئیس د عامې روغتیا وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د درملو او نورو وسایلو له اړخه د ملالۍ زېږنتون روغتون د تجهیز په موخه خپل وړاندیزونه ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي. همداراز دې د عدلیې وزارت او جمهوري ریاست حقوقي چارو واحد په همکارۍ هغو ډاکټرانو ته چې له هیواده بهر د تخصص او فوق تخصص ترلاسه کولو په موخه د زیاتې رخصتۍ غوښتنه کوي د قانون د تعدیل طرحه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS