د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال د وزیر محمد اکبر خان روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۴:۵۰
moph

د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي نن د شنبې ورځ چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې له ۳ مې نېټې سره برابره ده،  په وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د وروستۍ پېښې ټپیانو څخه لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې لومړی د ریاست الوزراء ښاغلي اداري مرستیال د ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان د معزز ملت د عباداتو د قبلېدو دعا وکړه او د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو مبارکي یې د روغتون مسئولینو، ډاکترانو، روغتیايي کارکوونکو او همدارنګه ناروغانو ته وړاندې کړه.

ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان پوځي رژیم له لوري د معتادینو پر روغتون د وروستۍ پېښې ټپیانو د عیادت او پوښتنې تر څنګ د روغتون له مسئولینو، ډاکترانو او نورو بستر ناروغانو سره له نږدې خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د هغوی ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه وکړي او د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره به هڅې وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې د ټولو ناروغانو او ټپیانو د ژر روغتیا لپاره دعا وکړه او د روغتیايي کارکوونکو لپاره یې د الله تعالی له دربار څخه د لا زیاتې بریا او توفیق غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۷
Background image

د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې ۳۷ قلمه له نېټې تېر او غير مجاز درمل او يو ټن له نېټې تېر خوراکي توکي راټول شول

د ارزګان عامې روغتيا رياست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د ياد ولايت خاص ارزګان ولسوالۍ کې له روغتیايي تاسیساتو، د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځيو او هوټلونو څخه نظارت ترسره شو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون دريم فصل، څلورويشتمه ماده څلورمه فقره

که د خوراکي توکو درملو او روغتیایی محصولاتو توریدوونکی شرکت په خپلو معياري ګودامونو کې قرنطين شوي توکي د عامې روغتيا يـــا کرنې وزارت د کيفيت د کنټرول لابراتوار د پایلو له رارسېدو نه. . .

BACK TO NEWS