د افغانستان حکومت سره د طبي توکو مرسته کول

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۱۷:۴۲
د افغانستان حکومت سره د طبي توکو مرسته کول

د سویلي کوریا هېواد لخوا د روغتیایي او طبي توکو یوه کڅوړه چې د کورونا ویروس سره د مبارزې په پار افغان حکومت سره مرسته شوې وه نن د یوې ناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

په مرسته شوي طبي توکو کې د اته سوه زره امریکایي ډالرو په ارزښت د کورونا ویروس تشخیصیه کېټونه شامل دي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان د حکومت په استازیتوب د جنوبي کوریا حکومت د دې مرستې له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې مرسته شوي توکي د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیا وزارت تر ټولو مهمه اړتیا وبلله.

د عامې روغتیا نوماند وزیر وویل چې دغه مرسته په داسې حال کې کېږي، کوم چې تېره اونۍ مې د سویلي کوریا له سفیر سره وکتل او د عامې روغتیا وزارت اړتیاوې مو ورته مطرح کړې.

ډاکټر عثماني د سویلي کوریا سفیر ته ډاډ ورکړ چې دغه مرستې به په مرکز او ولایتونو کې په شفاف او عادلانه توګه وویشل شي.

همدارنګه د عامې روغتیا نوماند وزیر په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د سویلي کوریا همکاریو پر دوام په ځانګړي توګه د بادغیس چې یو لرې پروت ولایت دی د مرستې غوښتونکی شو.

په افغانستان کې د سویلي کوریا سفیر ښاغلي ژا هوینګ ری وویل: چې د دې مرستې هدف د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړیکو پیاوړتیا او د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه ده.

هغه په ​​افغانستان کې د دوامداره همکاریو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "موږ د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږو او په ټولو برخو کې د افغان حکومت سره مرسته کوؤ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS