د بامیان او جوزجان ولایتونو د څارنې او پلټنې ټیمونو له لوري په دغه ولایتونو  کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیایي کلینیکونو او کتنځایونو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۴۷
MOPH

د بامیان د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټڼې ټیم د د ورځنیو نظارتونو په لړ کې د یاد ولایت په مرکز کې له ۲۰ درملتونونو، ۲ سراپا کلینیکونو او ۳ د غاښونو کلینیکونو څخه نظارت تر سره کړ، چې پایله کې یې ۲ درملتونونه او ۳ کلینیکونه وتړل شول او اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې؛ تر څو د ناروغانو حقونو ته پاملرنه او د بیو له لوړوالي څخه په کلکه ډډه وکړي.

همداراز، د جوزجان د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څار ټیمونو د دې ولایت د مرکز شبرغان ښار اړوند بندر سرپل  سیمه کې له یو سراپا کلینیک څخه نظارت تر سره کړ.

د دې نظارت په ترڅ کې د پورته ذکر شوي کلینیک بېلا بېلې برخې ولیدل شوې او ټولو روغتیایي کارکوونکو او  د کلینیک مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو ځانونه د عامې روغتیا وزارت د معیارونو سره سم برابر کړي او خلکو ته ښه او باکیفیته خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS