د بغلان ولایت د بنو او اندراب ولسوالیو له روغتیايي او خوراکي توکو تأسیساتو څخه نظارت ترسره شو
د بغلان ولایت عامې روغتیا ریاست د نظارت ټیم له لوري د دې ولایت د بنو او اندراب ولسوالیو له یو شمېر خصوصي روغتیايي او خوراکي توکو له تأسیساتو څخه نظارت ترسره شو
یاد ټیم له ۲۸ بابه درملیزو او خوراکي توکو تأسیساتو څخه هر اړخیز نظارت تر سره کړ، چې پایله کې یې ۵ درملتونونه، يو کتنځای، يو د غاښونو کلینیک او يو لابراتوار د جواز د نه شتون او روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
