د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم له لوري له ۲۸ خصوصي روغتیايي تأسيساتو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۲۴
moph

دغه نظارت د تخار ولایت د تالقان ښار په بېلابېلو سیمو کې له ۲۳ کتنځايونو، د غاښونو جوړولو له ۳ مرکزونو او ۲ لابراتوارونو څخه ترسره شو، چې پایله کې یې ۱۳ کتنځايونه او د غاښونو جوړولو مرکزونه او همدارنګه یو لابراتوار د قانوني جواز نه شتون، د غیر مسلکي کسانو موجودیت او ځینو نورو روغتیايي نیمګړتیاوو له امله وتړل شول.

سربېره پر دې نظارتي ټیم د ټولو خصوصي روغتیايي مرکزونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې له نېټې تېرو او بې‌ کیفیته درملو له واردولو، کارونې او پلور څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۴۷
Background image

د برېښنايي روغتیايي ریکارډ (EHR/EMR) سیستم د جوړولو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د تخنیکي ټیم او روغتیا نړیوال سازمان د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په ياده ناسته کې د (EMR/EHR) س. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ستراتیژيک پلان د بیاکتنې او نهايي کولو په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، مرکزي رئیسانو او د وزارت د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر استازو په شتون کې ترسره شوه، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۲
Background image

پکتيا او خوست ولايتونو کې له خصوصي روغتيايي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د يادو ولايتونو د عامې روغتيا د څارنې او پلټنې مسؤلينو له لوري ترسره شو، چې پايله کې يې پکتیا ولایت کې ۵ د غاښونو کلينيکونه، ۳ د اېکسری کلينيکونه او ۲ روغتيايي کتنځايونه له. . .

BACK TO NEWS