د خوړو او درملو معینیت د ۱۲۰ کارکوونکو لپاره د مجاز درملو د ملي نوملړ په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د بېلابېلو ریاستونو ۱۲۰ تنو کارکوونکو ته «په برېښنايي تنظیمي پروسو کې د مجاز درملو له نوملړ څخه د ګټې اخیستنې» په موخه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دغه پروګرام موخه د کارکوونکو ظرفیت لوړول، د مجاز درملو د ملي نوملړ کارونې برخه کې د همغږۍ رامنځته کول او د درملو د تنظیمي چارو ډیجیټلي پروسو پیاوړتیا ده.

د ياد پروګرام پرانیستې مراسمو کې د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د درملو د تنظیم چارو کې د مجاز درملو ملي نوملړ د  اهمیت تر څنګ د دغه نوملړ پر اغېزمنې او شفافې کارونې ټینګار وکړ.

دغه روزنیز پروګرام چې د خوړو او درملو معینیت د ظرفیت لوړونې څانګې له لوري، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په همکارۍ جوړ شوی، په ترڅ کې به يې ګډونوال د مجاز درملو له ملي نوملړ، له برېښنايي سیستم يې، موخو، جوړښت او په تنظیمي پروسو کې يې له کارونې سره آشنا شي او د دغه سیستم د عملي کارونې لارې چارې به زده کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د روان کال د اسد میاشتې په ترڅ کې د خوراکي توکو ارزونې، ثبت او جواز ورکولو ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې!

د خوراکي توکو ارزونې، ثبت او جواز ورکولو ریاست د روان کال د زمري میاشتې په ترڅ کې د خوړو خوندیتوب تأمین، د شرکتونو د فعالیتونو تنظیم او د کورنیو تولیداتو د سکتور پیاوړتیا په موخه د خوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د کوډکس داخلي کمېټو د لارښود بشپړولو په موخه د اړوندو کمېټو نوبتي غونډه ترسره شوه

دغه غونډه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ ترسره شوه، چې د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی و. په پیل کې يې د خوړو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د ۱۲۰ کارکوونکو لپاره د مجاز درملو د ملي نوملړ په اړه درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د بېلابېلو ریاستونو ۱۲۰ تنو کارکوونکو ته «په برېښنايي تنظیمي پروسو کې د مجاز درملو له نوملړ څخه د ګټې اخیستنې» په موخه درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS