د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

  د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د میدان وردګ ولایت اړوند، وردګ امبولانس لپاره د ودانۍ رغولو پروژې چې د MOPH/CAC/NCB/1403/W-01 شمېرې لرونکی دی د داوطلبۍ پروسه کې یې ګډون وکړي او د اړوندې شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي.

 د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل وړاندیزونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر دوشنبې ورځې 15/02/1446 ه ق چې د 29/05/1403 هـ. ش نېټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو پرانیست خونې ته وسپاري.

 ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي د وړاندیز  تضمین د (86,000) شپږ اتیا زره افغانیو په اندازه د بانک ګرنټي په بڼه دی او د وړاندیز پرانیستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو پرانیست خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د دې وزارت اړوند  (  د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون د اړتیا وړ ۱۷۲ قلمه طبي ملزماتو چمتو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۲۵
Background image

د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د(یو قلم طبي اکسیجن، 1405کال) پروژې داوطلبۍ پروسه کې، چې د (MOPH/ECP/NCB/1405/G001)  شمېرې لرونکې ده، . . .

Back to tenders